About

Follow Me on Twitter

نۀ چا ته ستا دَ حسن حد معلوم دے

نۀ چا ته ستا دَ حسن حد معلوم دے
نۀ دې دَ هيڅ يو مئين قد معلوم دے


دَ مخلوقاتو چې پۀ ښۀ نۀ راتلل
نۀ ئې مقام نۀ مرقد معلوم دے


درنه دَ رحم توقع لرمه 
تاته زما ازل ابد معلوم دے


بس يو دَ مينې پۀ کار ښۀ پوهيږم 
ولله کې نور مې څۀ مقصد معلوم دے


پۀ خوشحالۍ پسې مې سترګې وځي
غم ته مې کور لکه شايد معلوم دے


بس کله کله ئې خبره منه 
دَ ابسين خو درته ضد معلوم دے

اباسين يوسفزے
نۀ چا ته ستا دَ حسن حد معلوم دے نۀ چا ته ستا دَ حسن حد معلوم دے Reviewed by Wasimdarbar on 23:05 Rating: 5

No comments:

Powered by Blogger.