About

Follow Me on Twitter

ريښتيا مې پۀ خُلۀ راشي مخکښې دا وګورمه

ريښتيا مې پۀ خُلۀ راشي مخکښې دا وګورمه
ما چپ کړئ ګنې ځان له به څۀ کار اوګورمه

تبرونه او ارې ورته تيار وګورمه 
ژړا راشي چې کله دنګ چينار وګورمه

چې هلته څۀ روان دي اخيستل يې غواړي جاج
ورخيژمه اسمان ته خو چې لار وګورمه

له ځانه چې کم عقل چرته ويم شم خفه 
خوشحاله شم له ځانه چې هوښيار وګورمه

بيا ټوله ورځ دَ فکر پۀ ټالونو جوټې خوَرم 
ګريوان کښې چې مې کله ستا دَ زُلفو تار وګورمه

راځي راله دَ قام دَ سباوون په حال ژړا 
ځلمے چې دَ ژوندون پۀ اوږو بار وګورمه

چې وينمه پۀ خپله پښتون خواه کښې بده ورځ 
حيران يم پۀ جنت کښې خلق خوار وګورمه

څاروي راته ښکاريږي دا خپل واړه وطنوال 
چي بل لاس کښې دَ خپل کاروان مُهار وګورمه

بي ننګه بې پښتو راته ښکاره شي دا خپل ځان 
تصوير نه مې چي کله دَ خپل پلار وګورمه

څو ورځې مې له ستوني بيا نمړۍ تيريږي نۀ
سر ورَکے دَ خپل نيکۀ مزار وګورمه

جواز دَ ژوندانۀ راته پيدا شي هغه وخت 
چي څوک دَ اباسين غوندې خودار وګورمه

اباسين يوسفزے

ريښتيا مې پۀ خُلۀ راشي مخکښې دا وګورمه ريښتيا مې پۀ خُلۀ راشي مخکښې دا وګورمه Reviewed by Wasimdarbar on 23:07 Rating: 5

No comments:

Powered by Blogger.