About

Follow Me on Twitter

زما کور په تا جنت دى، ما لپاره فرشته يې

مورې
زما کور په تا جنت دى، ما لپاره فرشته يې
ژوند له تانه عبارت دى، ته د ژوند د غره چينه يې
که ته نه وې زه به نه ومه
او که ومه زه به څه ومه
دا په ما چې نن راحت دى
دغه ټول ستا برکت دى
ستا غمونه ماته ياد دي
ستا فکرونه ماته يا دي
ټوله شپه ماته دعا کړې
ستا نفلونه ماته ياد دي
زه دې ګل کړم ځان دې خاورې
د سپرلې د باد وګمه يې
زما کور په تا جنت دى، ما لپاره فرشته يې
ژوند له تا نه عبارت دى، ته د ژوند د غره چينه يې

چې به کله شوم ناجوړه
ستا ژړا ماته يادېږي
ما چې ووينې تکليف کې
ستا زړګى څومره خوږېږي
يو يو حق دې په ما غر دى
دا به څنګه پوره کېږي
ته چې نه يې خداى دې نه کړي
زما ژوند به څنګ تېرېږي
خداى دې داسې نه کړي چېرې
چې زه يم او ته دې نه يې
زما کور په تا جنت دى، ما د پاره فرشته يې
ژوند له تانه عبارت دى، ته د ژوند د غره چينه يې

ما د ژوند سبق زده کړى
ستا په پښو کې په خپاړو
ستا په غېږ کې چې به پروت وم
څومره ښکلى وخت وه لاړو
چې ايله به په ژړا شوم
نو سم روح به درنه لاړو
په هر درد په هر تکليف کې 
ما له هر څه هرڅه ته يې

زما کور په تا جنت دى، ما د پاره فرشته يې
ژوند له تانه عبارت دى ته د ژوند د غره چينه يې
سخا په سخا ومه تا لوى کړم
په هر ښکلي کار دې پوى کړم
تا به چېرته خفه نه کړم
خپلې وينې به زه توى کړم
زما ذهن دې روښان کړو
ته زما د لار ډېوه يې
زما کور په تا جنت دى، ما د پاره فرشته يې
ژوند له تانه عبارت دى ته د ژوند د غره چينه يې

وايه ځان درته لوګى کړم
که جهان درته لوګى کړم
مال او ذر درنه قربان کړم
که خپل سر درنه قربان کړم
شاعري مې درنه ځار شه
زنده ګي مې درنه ځار شه
خوشحالي مې ستا رضا ده
دا ځواني مې درنه ځار شه
که سجده درته جايز واى
نو زما خانه کعبه يې

زما کور په تا جنت دى، ما د پاره فرشته يې
ژوند له تانه عبارت دى، ته د ژوند د غره چينه يې
که دې حسن ته نظر کړم
يې د هر چا نه حسينه
څومره سختې دې په سر دي
خلک وايي وې نيازبينه
تا کړه وچه ما دپاره 
د خپل ښکلي وجود وينه
هېڅ کمى په تا کې نشته 
ته په هر صفت پوره يې
زما کور په تا جنت دى، ما دپاره فرشته يې
په تا هېڅ ليکلى نه شم د قدرت يو فلسفه يې
زه که ټول عمر ليکل کړم
ستا خوبۍ به ختمې نه شي 
يو د مور مينه خوږه ده
مور دې هر چاته درنه شي 
خداېږو ته زما لپاره 
د رب لويه معجزه يې
زما کور په تا جنت دى، ما د پاره فرشته يې
اباسين درنه قربان شه يو عظيمه فلسفه يې
زما کور په تا جنت دى، ما لپاره فرشته يې زما کور په تا جنت دى، ما لپاره فرشته يې Reviewed by Anonymous on 23:39 Rating: 5

No comments:

Powered by Blogger.