About

Follow Me on Twitter

ګل کرم ازغي کېږي حيران يمه حيران


ګل کرم ازغي کېږي حيران يمه حيران 
هر څه په تندي کېږي حيران يمه حيران 

دا د حسن لمر چې درنه پورې غاړه پرېوځي 
څنګ به دې خاني کېږي حيران يمه حيران 
سوځمه هرڅو که د لمبو په منځ کې پروت يم 
بيا مې هم يخني کېږي حيران يمه حيران 
دغه د وطن حسن شناس دي چې يې ويني 
يوې په سپرلي کېږي حيران يمه حيران 

ته د آباسين په غاړه وچې شونډې ناست يې 
ستا هم زندګي کېږي حيران يمه حيران 
ګل کرم ازغي کېږي حيران يمه حيران ګل کرم ازغي کېږي حيران يمه حيران Reviewed by Anonymous on 23:35 Rating: 5

No comments:

Powered by Blogger.