About

Follow Me on Twitter

لکه واورو کښې دَ اور نه لرې تښتي

لکه واورو کښې دَ اور نه لرې تښتي
لېونے ئې چې دَ کور نه لرې تښتي

چې زړګے دې دَ کعبې نه بُتخانه کړه
اوس پۀ چا پسې دَ شور نه لرې تښتي

پۀ تا سترګې پړسېدلي دي پُښتونه
چې دَ خپل ښکلې انځور نه لرې تښتي

چې ريښتيا وئيل دې خوار کړه پۀ دروغو
اخر څنګه به دَ ګور نه لرې تښتي

اباسينه تۀ پۀ خپله زورور ئې
تۀ به څۀ رنګې دَ زور نه لرې تښتي

اباسين يوسفزے
لکه واورو کښې دَ اور نه لرې تښتي لکه واورو کښې دَ اور نه لرې تښتي Reviewed by Wasimdarbar on 22:41 Rating: 5

No comments:

Powered by Blogger.