ما د ارمانونو شور ته مه بوځه
دشتې ښه دي بيا مې کور ته مه بوځه
مخکې وزر را چې زړه مې جمع شي
هسې مې په پورته پورته مۀ بوځه
خدايه چې ژوندو ته په درنه ګوري
داسې انسانان خو ګور ته مۀ بوځه
زه د ګل انجام ته خفه کيږمه
ما د ګلشنونو لور ته مۀ بوځه
زه په اباسين باندې لاهو ښه يم
بيا مې د حالاتو اوور ته مه بوځه
اباسين
ما د ارمانونو شور ته مه بوځه
Reviewed by Anonymous
on
23:29
Rating:
No comments: