پۀ سينه کښي مې د علم ښار اباد کړي
يا د شپو ورځو لۀ قيده مې آزاد کړي
پۀ تيارو کښې مې د نور يو مناره کړې
پۀ چمن کښې مې پۀ مثل د شمشاد کړي
بچ مې وساتې د هرې بربادۍ نه
د پښتو پۀ نيکنامۍ کښې برباد کړي
د انسان مينه مې زړه نه ورکۀ مۀ کړې
ذوالجالاله چې پکار مې د هيواد کړي
چې څوک تږے پۀ وطن کښې پاتي نه شې
زما خدايه اباسين ورته ورياد کړې
اباسين
پۀ سينه کښي مې د علم ښار اباد کړي
Reviewed by Wasimdarbar
on
23:12
Rating:
No comments: