About

Follow Me on Twitter

دا خبره به کووم پۀ زر کرته

دا خبره به کووم پۀ زر کرته 
نۀ شم زه منې کيدے لۀ محبته 

محبت مې مجبورې ده زه انسان يم 
ځان بۀ څنګه خلاصوومه لۀ فطرته 

زړه مې خه نۀ دے دا سترګې بۀ دې پوئي کړې
ليونو سره دې نۀ اچوې انګته

پۀ ازغو باندې ګريوان راټولوومۀ 
راته پيښه شوه د ګل د نزديکته

سر مې راوړو پۀ تلې کښې دا دے راغلم 
خبر دار وومه د حسن د قيمته

ستا د زلفو خوشبويانې ترينه خيژې 
دا جامې مې ځکه نه وينځم له بته 

دومره بار د ښائستونو څنګه ويسې
نرۍ ملا دې جهول کوې لۀ  نزاکته

ته که سل قسمه خورې زما د نوم نۀ 
ټول رانجه دې بهيدلې دې پۀ ښکته

چې د غرونو ليونے شوې اباسينه 
ځان دې اويستو د کلې د محلته

اباسين يوسفزے 

دا خبره به کووم پۀ زر کرته دا خبره به کووم پۀ زر کرته Reviewed by Anonymous on 21:01 Rating: 5

No comments:

Powered by Blogger.