About

Follow Me on Twitter

ما که بلها ورته کول د غرڅنو خويونه


ما که بلها ورته کول د غرڅنو خويونه 

دا ښکلي پيجني د خپلو ليونو خويونه 


دا چا وئيل چي خوئي نۀ خوزي او غرونه خوزي
 

ستا محبت راله بدل کړه د مودو خويونه 

مينه خو پرده پت دي هم راسره ونۀ پالو

داسي خو نۀ وې پښتني د پښتنو خويونه 

ته به هغه ئي خو زه هم هغه اوس نه يم پاتي 

خپل ليونتوب راسره وکړل د پردو خويونه 

د حسن زوروو پکښې دوي هم وو پۀ سر ختلي

 ګدر چې لاړو نو ساړه شوه د منګو خويونه


يو اباسين دے چې هميش له په غرغنګ وې ګني
 

د شاعرانو وې اکثر د ليونو خويونه



اباسين يوسفزے

ما که بلها ورته کول د غرڅنو خويونه ما که بلها ورته کول د غرڅنو خويونه Reviewed by Wasimdarbar on 10:42 Rating: 5

No comments:

Powered by Blogger.