About

Follow Me on Twitter

کۀ پۀ خپله غرق يو که تباه يو هيڅ پرواه نۀ لرو

کۀ پۀ خپله غرق يو که تباه يو هيڅ پرواه نۀ لرو
د خوږو زړونو مسيحا يو هيڅ پرواه نۀ لرو

خلق د ځانه هم د خپل ماضي تيري پټوي 
مونږ پۀ مځفل کښې زړونهي ښايو هيڅ پرواه نۀ لرو

ته دي د مرګ ويرونه تير کړه د جماعت په ګټ کښې 
مونږ به د ژوند سنري وايوهيڅ پرواه نۀ لرو

مونږ لرو مټي پولادي ارادې سنګيني 
هر يو شکل په خندا يو هيڅ پرواه نۀ لرو

خير که د خاورو کوډلو کښي تيارو وخوړو 
علامتونه د سبا يو هيڅ پرواه نۀ لرو
هسي د ځان غوندي مظلومه بل څوک نه شو ليدے 
خير که پخپله مبتلا يو هيڅ پرواه نۀ لرو

دومره سنګار مونږه ناب غاړؤ ته حاجت نه لري 
جانانه قتل ته رضا يو هيڅ پرواه نۀ لرو

داسي جنون چي د مجنون ورته هم عقل خوزي 
اوګوره دار ته پۀ خندا يو هيڅ پرواه نۀ لرو

جانانه ځکه خو بتانو له بشري ورانوي 
زړګے مو جمع دے چې ستا يو هيڅ پرواه نۀ لرو

د کائيناتو پۀ تسخير کښې مو زاره وچاوده 
خير که د زرو نه فناه يو هيڅ پرواه نۀ لرو

د هر زړه چاودون ته غاړه نيسو خو مرام ته رسو
د سور بهار په تمنا يو هيڅ پرواه نۀ لرو

څو که د شمعي غوندي توئي شو ځان له توئي نۀ وايو 
د وخت پۀ سترګو کښي رڼا يو هيڅ پرواه نۀ لرو

ته د راوي غوندي بلها کثافتونه لري 
مونږ اباسين غوندي صفا يو هيڅ پرواه نۀ لرو

اباسين يوسفزے
کۀ پۀ خپله غرق يو که تباه يو هيڅ پرواه نۀ لرو کۀ پۀ خپله غرق يو که تباه يو هيڅ پرواه نۀ لرو Reviewed by Wasimdarbar on 03:03 Rating: 5

No comments:

Powered by Blogger.