About

Follow Me on Twitter

زما د زړۀ او ستا د اننګو رنګونه يو دې

زما د زړۀ او ستا د اننګو رنګونه يو دې 
ته ګوره د ګلاب او د لمبو رنګونه يو دې

ښکارېږې چې هم ددې دنيا سوچه اولاد ی
د خاورې او د ټولو پښتنو رنګونه يو دې 
دا دواړه رور او خور دې د يوې څانګې ګلونه
دا ځکه د اسلام او د پښتو رنګونه يو دې 
پيچوکی نه کمڅۍ شته نه شمله نه ګيره بريت
دا څۀ وشو د پيغلو او ځلمو رنګونه يو دې 
زما د وطن خلق ئې تميز کولی نۀ شې 
د قام د رهبرانو او دغلو رنګونه يودې

دا ځکه اباسين ته بله لاره نۀ ښکاريږې
چې زير شي د اسمان او د ابو رنګونه يودې 

زما د زړۀ او ستا د اننګو رنګونه يو دې زما د زړۀ او ستا د اننګو رنګونه يو دې Reviewed by Wasimdarbar on 09:41 Rating: 5

No comments:

Powered by Blogger.