About

Follow Me on Twitter

کمکے يم نۀ پوهيږم چې غمونۀ غاړې باسم

کمکے يم نۀ پوهيږم چې غمونۀ غاړې باسم
پۀ خپله سرو ازغو تۀ پرهرونۀ غاړې باسم

تر هاغه وخت بۀ ګرځم سروهلے بر وهلے
تر څو چې دا رسمونۀ رِواجونه غاړي باسم

چې خوب ورپکښې وينې هغه ژبۀ دې ګونګۍ شې
بې ننګۀ ئي خو بيا دې هم پښتونه غاړي باسم

د ژوند پۀ فلسفه باندې بس دومره پوهيږم
د اوور پۀ مئينځ کښې ځم خو منزلونه غاړي باسم

هر څومره کۀ ناسور شې پۀ ازغو مې پرهرونه
بلبل غوندې پۀ هر قدم ګلونۀ غاړي باسم

په ؤچو ؤچو تيږوکښې شينکےزرغونوومۀ
کم عقل اباسين يمۀ تور غرونۀ غاړي باسم

اباسين

کمکے يم نۀ پوهيږم چې غمونۀ غاړې باسم کمکے يم نۀ پوهيږم چې غمونۀ غاړې باسم Reviewed by Anonymous on 04:12 Rating: 5

No comments:

Powered by Blogger.