About

Follow Me on Twitter

چرته دے د قام د زړه درمان چرته دے


چرته دے د قام د زړه درمان چرته دے 

سر چې ترېنه کړې ځاز هغه ځوان چرته دے 

ستاسو جنازو کښې قتلِ عام اوشو کنه ؟

ظلم د جماعت پۀ در او بام اوشو کنۀ ؟

جبر مو د دين دنيا د قام اوشو کنۀ ؟

تاسو احتجاج کړو ؟

نۀ 

ولې ؟؟؟

ستاسو د رښيا وئيلو توان چرته دے ؟

تاسو کښې پښتو چرته ايمان چرته دے ؟

ستاسو پۀ زرګونو مئيندې پورې شوې کنه ؟

خويندې پۀ ژړا ژړا رنځورې شو کنه ؟

کونډې پۀ خيرات غوښتو مجبورې شوې کنه ؟

تاسو احتجاج کړو ؟

نۀ 
ولې ؟؟؟

نشته ګجو خان او باکو خان چرته دے 

تاسو کښې پښتو چرته ايمان چرته دے ؟

ستاسو پۀ جنجونو بمبارې اشوه کنه ؟

ستاسو پۀ جرګو کښې خونريزې اشوه کنه ؟

ستاسو د حجرو بے حرمتې اوشوه کنه ؟

تاسو احتجاج کړو ؟

نۀ 

ولې ؟؟؟

کم دے ملتان خان او عجب خان چرته دے ؟

تاسو کښې پښتو چرته ايمان چرته دے ؟

کور ته دښمنان درننوتلې دې کنه ؟

ستسو ئي پۀ غوږ شپيلۍ ايخلې دې کنه ؟

ستاسو ئي خوبونه تختولې دې کنه ؟

تاسو احتجاج کړو ؟

نۀ 

ولې ؟؟؟

نشته د جندول عمراخان چرته دے ؟

تاسو کښې پښتو چرته ايمان چرته دے ؟

وينې مو پۀ کپل کور کښې ارزانې شوې کنه ؟

کډې مو پۀ نيمو شپو روانې شوې کنه ؟

ستاسو د بچو مدرسې ورنې شوې کنه ؟

تاسو احتجاج کړو ؟

نۀ 

ولې ؟؟؟

ورک شو دريا خان او ايمل خان چرته دے ؟

تاسو کښې پښتو چرته ايمان چرته دے ؟



ستاسو د تاريخ نښې ئي ورکې کړې کنه ؟

تاسو ته ئي خپلې درنې سپکې کړې کنه ؟

هر خوا ته ئي کرکې کرکې کرکې کړې کنۀ ؟

تاسو احتجاج کړو ؟

نۀ 

ولې ؟؟؟

راوړۍ پير روښان او باچه خان چرته دے ؟

تاسو کښې پښتو چرته ايمان چرته دے ؟


قام د مغل خيلو نۀ ويزار او کنه ؟

دلته هر تور مخے زمونږ پلار دے او کنه ؟

دلته د شين سترګو اقتدار دے او کنه ؟

تاسو احتجاج کړو ؟

نۀ 

ولې ؟؟؟

راولۍ سر تور ملا مستان چرته دے ؟

تاسو کښې پښتو چرته ايمان چرته دے ؟


دلته کښې وګړې پۀ ځان شوې دې کنه ؟

خلق د قيامت پۀ ارمان شوې دې کنه ؟

دلته کښۀ زمرې ګيدړان شوې دې کنه ؟

تاسو احتجاج کړو ؟


نۀ 

ولې ؟؟؟

ويخ چې پښتانه کښې خوشحال خان چرته دے ؟

تاسو کښې پښتو چرته ايمان چرته دے ؟

چرته دے د قام د زړه درمان چرته دے 

سر چې ترېنه کړې ځاز هغه ځوان چرته دے 

ماته د ريښتيا وئيلو هر مرام معلوم دے 

ماته د منصور او د سقرات انجام معلوم دے

چرته دے د قام د زړه درمان چرته دے چرته دے د قام د زړه درمان چرته دے Reviewed by Anonymous on 09:59 Rating: 5

No comments:

Powered by Blogger.