About

Follow Me on Twitter

پۀ مينۀ مې د زړۀ چرې باور نۀ راځې

پۀ دغه مينۀ مې د زړۀ چرې باور نۀ راځې 

هر ځلې کلکه وعده وکړې خو اکثر نۀ راځې


راته ئي ووئيل څۀ ډير پۀ ژړغونې اواز

نکريزې مۀ راوړۀ دې کلې تۀ اختر نۀ راځې


زړګے مې خوږ دے پۀ قلار شۀ سر مې مۀ خوږوه 

نوي مئين لره واعظه عقل زر نۀ راځې


لکۀ غوړاسکے مې د زړۀ پۀ تيږه اوټوکيدود

 محبت نۀ د خلاصونې رؤ ګدر نۀ راځې


پخوا چې ويشتے ووم جانان د کشمالو پۀ غنچۀ 

څومره خوشبوبۀ مې يارانو د پر هر نۀ راځې


ټول ارمانونۀ ترينه ډير پۀ بې وسۍ توئيږې

 د زړۀ کچکول پترې کوومۀ خو مګر نۀ راځې


د رب دپاره پښتنو ځانونه اوپيژنۍ 

ستاسو دپاره خو به ځان لۀ پيغمبر نۀ راځې


د ذات جوهر مې منجمد شو پۀ يو داسې کور کښې 

چرتۀ چې ټول عمر لۀ سيورے وي او نمر نۀ راځې


د اباسين ارته سينۀ ئي ډير پۀ مينۀ زغمې 

ګنې نو کومې مرحلې زما پۀ سر نۀ راځې


اباسين

پۀ مينۀ مې د زړۀ چرې باور نۀ راځې پۀ مينۀ مې د زړۀ چرې باور نۀ راځې Reviewed by Anonymous on 10:00 Rating: 5

No comments:

Powered by Blogger.