څوک بۀ څۀ شې پۀ ارام چې بدن سوزې
د وطن نۀ لوګے خيژې وطن سوزې
مونږ د خپل دوتر بد بخته زميدار يو
د محنت فصل مو تل پۀ درمن سوزې
د چمن وړې وړې تنکۍ غندلې
صبا کله سمسوريږې چې نن سوزې
داسې خه ئي پۀ تيرو کښې لاره وينې
اباسينه پۀ رڼا کښې دې تن سوزې
څوک بۀ څۀ شې پۀ ارام چې بدن سوزې
Reviewed by Anonymous
on
11:38
Rating:
No comments: