About

Follow Me on Twitter

لويه خديه دا زړګے مې دمره ډيرے شوے

لويه خديه دا زړګے مې دمره ډيرے شوے
چي د هر انسان ددرد نه راچاپير شوے
د نفرت تخم متره شوے پۀ دنيا کښېمحبت د هر زړګې نه رابرسير شوے

د زړګو ټکورول مې وظيفه وے
پروه نشته دے کۀ ځان هم رانه هير شوے


محبت مې هر مسام خووَلې خوَلې کړې
پۀ رګ رګ کښې مې د وينو غوندې تير شوے


پۀ هر ذهن کښې دا امن زرغونه شوے
فسادونه د نړۍ لۀ مخه زير شوے


د زپلو انسانو وچي شنډې
د خلوص د اباسين پۀ اوبو سير شوے

اباسين

لويه خديه دا زړګے مې دمره ډيرے شوے لويه خديه دا زړګے مې دمره ډيرے شوے Reviewed by Anonymous on 20:38 Rating: 5

No comments:

Powered by Blogger.