چې ستا نوم مې خولې تۀ راشې تير و بير شې
ترّنم مې ترې پۀ شنډو کښې راتير شې
کۀ تياري مې خو ارمان دے
چې د زلفو يو تور تم رانۀ چاپير شې
حافظه مې ده کمزورېهير مې ډير دې
ستا دا حسن بۀ لا هم د چا نۀ هير شې
پيغلتوب داسې وسپړدي جانانه
لکۀ ګل کښې رنګونۀ رابرسير شې
ستا ښائيست مې د ځوانۍنۀ داسي تاؤ شو
لکۀ اوور چې د ځنګل نۀ راچاپير شې
دا سپوږمۍ کۀ پۀ دې بام راښکاره کيږې
ليوني بۀ پۀ دې کلې کښې راډير شې
اباسين
چې ستا نوم مې خولې تۀ راشې تير و بير شې
Reviewed by Anonymous
on
03:37
Rating:
No comments: