About

Follow Me on Twitter

ستا يادونو خو زه ډېر زرې زرې كړم

ستا يادونو خو زه ډېر زرې زرې كړم
زړه مې غواړي چې دا زړه له ځانه پرې كړم

د ډيوې دود راته زلفې زلفې كېږي
له دې غمه په كاله كښې ډيوې مړې كړم

په يو حال كښې محبت پرېښودى نشم
په دروغو له ناصح سره وعدې كړم

په سحر كښې د جومات په ګوټ كې ناست يم
چې ماښام شي نو تكل د ميخانې كړم

مسكيتوب كښې دې ايله شو له نظره
د سپرلي ګرېوان به ټول ريښې ريښې كړم

د يادونو اباسين به دې لاهو كړي
كه زه ډېرې دعاګانې درپسې كړم
ستا يادونو خو زه ډېر زرې زرې كړم ستا يادونو خو زه ډېر زرې زرې كړم Reviewed by Anonymous on 20:45 Rating: 5

No comments:

Powered by Blogger.