About

Follow Me on Twitter

لكه د خوبه چې بيدار شي سړى

لكه د خوبه چې بيدار شي سړى
مينه چې وكړي نو هوښيار شي سړى

د چا د سترګو نه چې وغورځېږي
لكه د غره نه راګزار شي سړى

د سائينسي دور به څه مينه وي
څنګه د عقل نه اوزګار شي سړى

د ژوند خوندونه ټول په مينه كښې وي
چې محبت نه كوي خوار شي سړى

د تنهايۍ په جزيرو كښې اكثر
له خپله ځانه هم ويزار شي سړى

د ژوند مزل ورته بلا اسان شي
چې اباسين غوندې خود دار شي سړى
لكه د خوبه چې بيدار شي سړى لكه د خوبه چې بيدار شي سړى Reviewed by Anonymous on 20:38 Rating: 5

No comments:

Powered by Blogger.