About

Follow Me on Twitter

ګله چې ازغي هم رانه ځان راټولي



ګله چې ازغي هم رانه ځان راټولي
څوك به مې ريښې ريښې ګرېوان راټولوي

زړونه د مينو كړي خواره د ګل په رنګې
پس له غزونې چې ګرېوان راټولي

زلفې يې ناكامه د جبين په احاطه شوې
غرونو ته دې خيال دى چې اسمان راټولوي

څرنګ مې حرم د  زړه بچ وساتم ملګرو؟
سترګې مې هندو دے بتان راټولوي

زه يې لېونى كړه او خوا يې يخه نشوه
ګرځي اوس د كلي ماشومان راټولوي

مري نه، خو چې كله د غورځنګ له برمه پرېوځي
څوك به اباسين له شاعران راټولوي
ګله چې ازغي هم رانه ځان راټولي ګله چې ازغي هم رانه ځان راټولي Reviewed by Anonymous on 20:27 Rating: 5

No comments:

Powered by Blogger.