About

Follow Me on Twitter

ستا بڼو راله زړګى كړو كرښې كرښې

ستا بڼو راله زړګى كړو كرښې كرښې
بې وسۍ راله تندى كړو كرښې كرښې

چې يې وليدې زما چاودلې شونډې
نو له قصده ئې منګى كړو كرښې كرښې

لكه برېښي چې اسمان سپينه وريځ كښې
كه خندائې اننګى كړو كرښې كرښې

ستا مين د لېونتوب تر حده تېر شو
په نوكانو يې هر ځاى كړو كرښې كرښې

دغه فيض د اباسين د سخاوت دى
په دشتونو يې سپرلى كړو كرښې كرښې
ستا بڼو راله زړګى كړو كرښې كرښې ستا بڼو راله زړګى كړو كرښې كرښې Reviewed by Anonymous on 20:48 Rating: 5

No comments:

Powered by Blogger.