About

Follow Me on Twitter

ما چې مړ كې انتقام به له چا اخلې



ما چې مړ كښې انتقام به له چا اخلې
اوس مې وژنې كه واپس دې سزا اخلې؟

لكه شمعه دې بلېږمه په زړه كښې
په قلاره! مړ مې نه كړې چې ساه اخلې
محبت به درته جوړ كړي فسادونه
غزونې به جانانه سبا اخلې
چې بينا دې كړمه ګل دې راله وښود
دا نظر ولې په بېرته له ما اخلې
بې له لمره د سپوږمۍ په مخ تيارې وي
ته زما د پلوشو نه رڼا اخلې
په خلوص باندې خرڅېږمه په زر نه
دې د خټو، ګټو كور كښې كه ما اخلې؟
كه د مينې په ګوهر پسې لټون كړې؟
اباسين ته به وردانګې كه را اخلې
ما چې مړ كې انتقام به له چا اخلې ما چې مړ كې انتقام به له چا اخلې Reviewed by Anonymous on 20:50 Rating: 5

No comments:

Powered by Blogger.