About

Follow Me on Twitter

زما د قتل به ضرور په تا الزام راځي

زما د قتل به ضرور په تا الزام راځي

ماله افسوس د خپلې مينې په انجام راځي
زه محبت د هر انسان د زړه دارو ګڼمه
ګنې رقيبه! ماله چل د انتقام راځي
زما د خټو، ګټو كلى دومره سپك مه ګڼه
دلته چې ښكلي هم راځي په احترام راځي
چرته چې هم د ځوانمردۍ او د اخلاص ذكر وي
د ټولو مخكښې به نامه زما د قام راځي
د لېونۍ بادامي زنه مې پرې څه ښكل كړې
لا مې د شونډو نه خوندونه د بادام راځي

زما د ښكلي وطن ښكلو! زړونه ټينګ ونيسۍ
چې اباسين كله په لوري د باګرام راځي
زما د قتل به ضرور په تا الزام راځي زما د قتل به ضرور په تا الزام راځي Reviewed by Anonymous on 20:54 Rating: 5

1 comment:

Powered by Blogger.