About

Follow Me on Twitter

صلو عليه واله


صلو عليه واله


تر څو چې دَ عظمت ذکر ، قلم وي او کتاب وي
تر هغې بۀ ستا نوم دَ تاريخونو انتخاب وي
تر څو پۀ دُنيا کښې اوازه دَ انقلاب وي
ستا کار او ستا کردار پۀ ئې حاوي پۀ هر يو باب وي

فطرت دے دَ انسان چې ډېر نزدې شي اخر تنګ شي
چې څومره درنزدې شي څوک نو هغه ستا پنتنګ شي
چې ستا دَ خاکسارۍ پۀ برترۍ کښې سړے رنګ شي
ستا ذات ورته پۀ بره بره خېژي دنګ شي دنګ شي

چې دا دَ کائناتو دَ خالق ښکلے جانان ؤ
دُنيا درته حېرانه ، چې دا څۀ رنګه انسان ؤ
پۀ روح کښې بۀ دې خدائے خبر چې څۀ رنګ طوفان ؤ
چې جسم دې هر وخت دَ روح پۀ لمسه کښې روان ؤ

تر څو چې پۀ  نړۍ کښې دَ ريښتيا وئيلو راج وي
تر سو چې دَ منطق او فلسفې دلته رواج وي
ترڅو چې بصيرت او بصارت دَ ژوند مزاج وي
ستا سر بۀ وي دَ واړۀ عظمتونو به پرې راج وي
 
اباسين يوسفزے


صلو عليه واله صلو عليه واله Reviewed by Anonymous on 09:50 Rating: 5

No comments:

Powered by Blogger.