About

Follow Me on Twitter

زۀ تږے کېږمه پۀ ژوند کښې ګام پۀ ګام خالقه

زۀ تږے کېږمه پۀ ژوند کښې ګام پۀ ګام خالقه


زۀ تږے کېږمه پۀ ژوند کښې ګام پۀ ګام خالقه
تر مورګو ډک ساته زما دَ برخې جام خالقه

چې دې راکړې مرتبه ده دَ الهام خالقه
خپل خاص بنده دې کړمه فکر مې کړه عام خالقه

دَ تباهئ ن وړاندې سم کړه زما قام خالقه
غاښ چې ترې واخلې بيا به څۀ کړي پۀ بادام خالقه

تۀ ښۀ پوهېږې ، ښۀ خبر ئې کوې پام خالقه
زۀ نۀ پوهېږم دَ ژوندون پۀ انتظام خالقه

پۀ روڼ تندي سترګې پۀ لار يم دَ قيامت ورځي ته
نور کتے نۀ شم دَ وګړو قتلِ عام خالقه

بغېر لۀ ځانه مې هر چاته غړۍ دنګه لره
زما دا ذهن دَ بل چا مۀ کړې غلام خالقه

چا دَ نفرت پۀ نوم پۀ صدق دے ايمان راوړے
څوک سنګساريږي تل دَ مينې پۀ الزام خالقه

دا دَ معنو سمندرونه دې لۀ کومې راوړل
اے اباسينه ، سخنوره ، دَ کلام خالقه

زۀ تږے کېږمه پۀ ژوند کښې ګام پۀ ګام خالقه زۀ تږے کېږمه پۀ ژوند کښې ګام پۀ ګام خالقه Reviewed by Unknown on 01:27 Rating: 5

No comments:

Powered by Blogger.