About

Follow Me on Twitter

دا دنیا راته میدان ښکاري چاپېره

دا دنیا راته میدان ښکاري چاپېره
بل څوک نشته یو جانان ښکاري چاپېره

ستا د غېږې نه چې ستا زلفو ته ګورم
یو لښکر دی را روان ښکاري چاپېره

شیش محل دی که په خوب کې داسې وینم
چې دا ته یې که مې ځان ښکاري چاپېره

دا دې زنه ، اننګي دي او که شونډې
که د خولې نه دې ګلان ښکاري چاپېره

دا زما د اولس مټې دي خو مړې دي
دا چې ګل غوندې ځوانان ښکاري چاپېره

چرته خدای به یې میرو پله راپېښ کړي
په دې غرونو چې باران ښکاري چاپېره

غرونه ډېر دي خو په ځای باندې ولاړ دي

اباسین  راته روان ښکاري چاپیره
دا دنیا راته میدان ښکاري چاپېره دا دنیا راته میدان ښکاري چاپېره Reviewed by Anonymous on 05:30 Rating: 5

No comments:

Powered by Blogger.