About

Follow Me on Twitter

ګل به وي نسیم به وي دلبر به وي

ګل به وي نسیم به وي دلبر به وي
زه چې ویلې کیږم نو سحر به وي

پام کوه جانان د یو نه زیات نشي
زړه به دې کعبه نه وي مندر به وي

سر یې د تنې نه چا بېل کړی دی
چېرته څوک ولي یا سخنور به وي

دومره نزدیکیت مې بې وفا نه کړي
یاد به دې خفه وي مرور به وي

شعر د وږمې غوندې بې واکه وي
یا د اباسین غوندې ژور به وي
ګل به وي نسیم به وي دلبر به وي ګل به وي نسیم به وي دلبر به وي Reviewed by Anonymous on 05:27 Rating: 5

No comments:

Powered by Blogger.