About

Follow Me on Twitter

کړي خوشبویانې چې هر څوک په دغه لاره راځي

کړي خوشبویانې چې هر څوک په دغه لاره راځي
ماله جانان د سرو ګلونو له ګلزاره راځي

ستا د خوږو خوږو خبرو جادو نه ماتووم
ګنې خبرې کول ماله هم بې شماره راځي

یو د فطرت له مخه بل د ریاضت له مخه
مینه یو دم راځي او عقل په قلاره راځي

دا به ښه نه وي چې په سترګو کې خبرې وکړو ؟
وا لله چې اوس راله نور شرم له ریباره راځي

هر څه به پرېږدمه خو مینه پرېښوودل نه کیږي
دې کې یوې نه بله څړیکه مزه داره راځي

د میدانونو جل پري یې جل نیولې ښکاري
دا اباسین ځکه په منډه له کوهساره راځي
کړي خوشبویانې چې هر څوک په دغه لاره راځي کړي خوشبویانې چې هر څوک په دغه لاره راځي Reviewed by Anonymous on 05:24 Rating: 5

No comments:

Powered by Blogger.