په سترغلو كښې مې پاړسوب راشي
نمر چې را وخېژي نو خوب راشي
ستا تصور هم غزونې وكړي
كله چې شپه په زلميتوب راشي
په ځان كې دغسې راټول ګرځمه
لكه په جونو پېغلتوب راشي
چې عقيدت د لېونتوبه ووځې
مينه كښې هله سړيتوب راشي
غربت مې داسې ارمانونه وژني
لكه په ګلو چې وچوب راشي
چې پسرلى په ملاكنډ راواوړي
په اباسين كې لېونتوب راشي
په سترغلو كې مې پاړسوب راشي
Reviewed by Anonymous
on
20:22
Rating:
No comments: