مګرو خدائيګو کۀ مې لګ ترس پۀ ځان شوے دے
پۀ محبت کښې چې زما څومره تاوان شوے دے
رغيدل پريږده خو تر مرګه مې اونۀ رسوې
د زړه پۀ ګل باندې مې سيورے د ارمان شوے دے
بې لۀ نفرتۀ ئي بل تيغ پۀ زړه کښې نۀ ټوکيږې
خدائے زده چې څه چل ددې دور پۀ انسان شوے دے
د ښکلو غونے پۀ مودومودو لشې لشې وې
چې کلۀ هم د مئينانو امتحان شوے دے
زما د ستړې حسرتونو جائيداد
زما د وينې پۀ قيمت باندې ارزان شوے دے
مګرو خدائيګو کۀ مې لګ ترس پۀ ځان شوے دے
Reviewed by Anonymous
on
06:14
Rating:
No comments: