اوس د باګرام هره کوڅه کښې خاموشې ده ؟
پۀ سند بوله ښاريه کښې خاموشې ولې ده
بلا خوږ ژبې شاعران بۀ چغيدل دلته کښې
پۀ ملاکنډ او تاته کښې خاموشې ولې ده
ده غره لمن نۀ اوس اواز د شپيلۍ نۀ راخيژې
زمونږ د کلې پۀ حجره کښې خاموشې ولې ده
دوې خؤ بۀ مالۀ د خبرو وارهم نۀ راکوو
نن ئي ده شنډو پۀ نغمۀ کښې خاموشې ولې ده
د بڼ د ډاګې نۀ اواز قدر لۀ نۀ راوځې
اوس پۀ اختر او ادينۀ کښې خاموشې ولې ده
د پيغلو شور او د جيسو کړنګارې نۀ اورمه
د هر يو کلې پۀ چينۀ کښې خاموشې ولې ده
اوس دە باګرام هرە کوڅە کښي خاموشي ولي دە
Reviewed by Anonymous
on
10:03
Rating:
No comments: